چین: امريکا باید په ټولې نړۍ کې سایبري بريدونه پای ته ورسوي
CMG2024/02/02 10:56:23
شريکول:

امریکا په دې وروستيو کې ويلي، چې د عامه بنسټيزو تاسیساتو پر ضد د چیني هيکرانو شبکه يې شنډې کړې دي.

دغه راز د امريکا د پلټنې فدرالي بيورو مشر ويلي، چین په نړۍ کې د هېکرانو تر ټولو لوی هېواد دی.

د چېن د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د فبرورۍ په لومړۍ نېټې د امريکايي چارواکو د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې امريکا په نړۍ کې د انټرنيټي بریدونو بنسټ ايښودونکی او پکې لوی لاس لري او له امريکايي چارواکو يې غوښتي، چې په ټولې نړۍ کې سایبري بريدونه او د رازونو غلا ودروي او د انټرنيټي امنيتي چارو له لارې دې پر نورو هېوادونو تورونه نه لګوي.

د وانګ ون بین په وينا، چين د هر ډول انټرنېټي بريدونو کلک مخالفت او پر وړاندې يې ټینګه قانوني مبارزه کوي.

نوموړي زياته کړې، امریکا له شواهدو پرته پر چین تور لګولی او دا يې خورا غیر مسؤلانه عمل ياد کړی، چې هيڅ حقیقت نه لري او کلک مخالفت يې ورسره ښودلی دی.