د روسيې فدرالي پلټنې کمېټې د فبرورۍ په لومړۍ نېټې ويلي، چې د بار وړونکې پوځي الوتکې د غورځېدو پېښې کې د وژل شويو کسانو هويتونه يې پېژندلي دي.
يادې کمېټې څرګنده کړې، چې د پېښې په ځای کې د ۶۵ اسيرو اوکرايني پوځيانو په شمول د الوتکې د ټولې سپرلۍ جسدونه موندل شوي دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنورۍ په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی و، چې د پلټنې له مخې، ياده بار وړونکې پوځي الوتکه په امريکايي پيټريټ توغندي لګيدلې ده.