د ښامار کال د پسرلني جشن د ماښامانې نندارې تبليغاتي ويډيو په کمبوديا کې خپور شوی
CMG2024/02/02 15:50:27
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د کرهنيزې جنترۍ له مخې د ښامار کال د پسرلني جشن ماښامانې نندارې تبليغاتي ويډيو د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د کمبوديا د سيم ريپ انګکور په نړيوال هوايي ډګر کې نندارې ته وښودل شوه.

د کمبوډیا د شاهي کورنۍ غړې شهزادګۍ نوردوم جینا د چين ميډيا ګروپ د ځانګړي مېلمه په توګه د پسرلني جشن د ماښامانې نندارې کلتوري محصولات سیلانيانو ته وښودل او د پسرلني جشن کلتور یې تشریح کړ.

د سیم ریپ انګکور نړیوال هوایي ډګر د۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په رسمي ډول پرانستل شو. دا لومړی نړیوال هوایي ډګر دی چې د چین لخوا تمویل شوي شرکت لخوا په بهر کې د پانګوونې ، ساختماني او عملیاتي ماډل په کارولو سره پلې کیږي. د کمبوديا د لومړي وزير مرستيال ويلي چې دغه هوايي ډګر به د نړيوالو هوايي لارو د نښلولو يوه اړيکه شي، لا زيات نړيوال مسافر او پانګوال به را جلب کړي او د کمبوديا اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته به وده ورکړي. ځايي خلک هم له نوي هوايي ډګر څخه د سيلانۍ د پراختيا په برخه کې د مرستې په تمه دي.

(ژباړه: شکريه)