په جنوبي سمندرګي کې به د فیلیپین پلان بالاخره ناکام شي
CMG2024/02/03 15:13:00
شريکول:

د فیلیپین ولسمشر فیردیناند مارکوس په دې وروستیو کې ویتنام ته خپل سفر پای ته ورساوه. هغه د خپل سفر په جریان کې ادعا وکړه، چې د فیلیپین او چین ترمنځ د حاکمیت شخړې په اړه "ناخوښ" دی. ځینو لوېدیځو رسنیو هم د جنوبي سمندرګي د مسئلې او تش په نوم د "چین د ګواښ" په اړه راپورونه خپاره کړي.

د عامه راپورونو له مخې، د فیلیپین او ویتنام حکومتونو د تفاهم دوه یادداشتونه لاسلیک کړل او موافقه يې وکړه، چې د ارتباطي تماس لپاره تلیفوني  کرښه جوړه او د ساحل ساتونکو ګډه کمېټه جوړه کړي. اړوندو کارپوهانو ویلي، چې فیلیپین غواړي له امنیتي مسئلو څخه په استفادې د جنوبي سمندرګي په سیمه کې خپل ملګري ومومي، تر څو پر چین زيات فشارونه واچوي.

له تېر کال راهيسي فليپين د جنوبي سمندرګي د مسئلې په هکله پرله پسې اقدامات کوي. فیلیپین په مکرر ډول د چین هوانګ یان ټاپو او ژن ای جیاو پرښې ته نژدې سمندري سيمې ته ننوتلی دی. د تېر کال په پای کې د فليپين د بهرنيو چارو وزير له چين سره د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې له چين سره د ډيالوګ د پياوړتيا او د تاوتريخوالي د کمولو په اړه خپله لېوالتيا څرګنده کړه. خو په حقیقت کې، فیلیپین  په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او اوس د جنوب ختیځې اسیايي ټولنې نورو هیوادونو ته تللی، ترڅو د "کوچنۍ کړۍ " جوړولو هڅه وکړي. د دې کار موخه يې څه ده؟

امریکا له تېر کال څخه د تش په نامه "هند- پاسیفیک ستراتیژۍ" د پلي کولو بهیر چټک کړی او د فیلیپین پر اوسني حکومت یې فشارونه زیات کړي، ترڅو فلیپین د جنوبي سمندرګي په سیمه کې د چین پر ضد پر یوه مخکښ بدل کړي. په عین وخت کې، مارکوس په  فلیپین کې د حکومتدارۍ د ازموینې سره مخ شو. د فیلیپین د " پلس اسیا" رايه ورکولو  ادارې د شمېرنې له مخې، ۷۳ سلنه خلک د انفلاسیون د کنټرول په برخه کې د فیلیپین د حکومت له کړنو ناراضه دي. د فشار په وړاندې، مارکوس په قصدي توګه د خپل واکمن حق د ساتلو لپاره د مبالغې په ډول د بهرنیو ګواښونو په  ښودلو سره د کورنۍ شخړې مخنیوی کوي.

فیلیپین ډېر ښه پوهېږي، چې له خپل محدود ځواک سره یې، له چین سره سیالي کول ستونزمن دي، نو هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره یو ځای دا کار وکړي او په عین وخت کې یې د چین او د جنوب ختیځې اسیايي ټولنې د نورو هېوادونو ترمنځ ستونزې رامنځته کوي.د فيليپين حکومت لېواله دی، چې له نورو هېوادونو سره ګډ کار وکړي، ترڅو د خپلو غیرقانوني ادعاګانو لپاره ګټې ومومي.

په حقیقت کې، د فیلیپین دغه پلان لا دمخه پیل شوی. د تېر کال په نوامبر کې مارکوس وويل، چې له ويتنام، ماليزيا او نورو هېوادونو سره يې تماس نيولی او هيله لري، چې د جنوبي سمندرګي لپاره يو جلا کړنلاره جوړه کړي. د څېړونکو په اند، فليپين دا کار د دې لپاره کوي، چې له نورو هېوادونو سره په چين باندې فشار راوړي، ترڅو له چين سره د سيالۍ توان زيات کړي. د فیلیپین هدف څرګند دی او عملونه یې خطرناکه دي، اصل د دوه اړخیزو مسئلو څو اړخیزه کول دي.

له اوږدې مودې راهيسې، چين او د جنوب ختيځې اسیا د ټولنې غړو هېوادونو د خبرو اترو او مشورو له لارې د شخړو د حل لارې چارې لټولې او پر دې ټينګار کوي، چې اړوندې شخړې بايد په سوله ييزه توګه د اړوندو هېوادونو له خوا د دوستانه مشورو له لارې حل شي. فیلیپین د خپلو ګټو لپاره هڅه کوي، چې د چین پر ضد "کوچنۍ کړۍ" رامنځته کړي، چې نه یوازې لانجه پېچلې او پراخه کوي، بلکې په جنوبي سمندرګي کې د بېلا بېلو خواوو د عملونو د اعلامیې له روحیې څخه هم سرغړونه ده او د سیمه ییزو هېوادونو لومړنۍ ګډې هڅې کمزورې کوي.