امریکا د چين په اړه نور زيات استخباراتي معلومات راټولوي
CMG2024/02/03 14:20:47
شريکول:

د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې مشر ويليام جوسيف بورنس څو ورځې مخکې په «بهرنۍ چارې» مجلې کې يوه ليکنه خپره کړې او پکې يې ليکلي، چې هېواد يې د چين په اړه د استخباراتو د راټولولو او تحليل او عملیاتو په برخو کې نور زیاتې هڅې کوي. په تېرو دوو کلونو کې د چين پر وړاندې د مرکزي استخباراتي ادارې کاري بوديجه يو چند زیاته شوې. د دې تر څنګ، دغې ادارې نور زیات چيني ژبه ویوونکي کارکوونکي راجلب کړي او روزلي يې دي او د لاتيني امريکا، افريقا ، اسيا او ډېرو نورو ځايونو کې يې له چين سره د سيالۍ لپاره زياتې هڅې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲مه نېټه رسنيو ته پدې اړه وویل،‌ چين تل د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کوي. د چین پرمختګ د نړۍ د پرمختګ لپاره فرصت دی او نړیوالې سولې ته پرمختګ رسوي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې ويليام جوسيپ بورنس په نړۍ کې د تر ټولو لویې استخباراتي ادارې د مسئول په توګه څو څو ځلې نړۍ ته ويلي، چې امريکايي جاسوس هر چېرته شتون لري.

نوموړي وويل، مونږ له بورنس مننه کوو او د تېر په شان به دفاعي چارې ښې تر سره او د امريکا د غیر قانوني عملياتو مخنیوي به وکړو.