د چين د بهرنیو چارو وزارت: د بېلابېلو خواوو پاملرنو ته د ځوابونو په ورکولو سره به د افغانستان د حکومت رسميت ومنل شي
CMG2024/02/03 14:20:02
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په دې وروستيو کې رسنيو ته ويلي، دا عادي ډيپلوماتيک ترتیب دی، چې د افغانستان لنډمهاله حکومت چين ته نوی لوی سفير ولېږه او د چين د دولت رئيس ته يې باورليک ورکړ.

نوموړي ويلي،‌ چې د چين په اند، افغانستان بايد د نړيوالې ټولنې لخوا  منزوي  نه شي. په عین وخت کې هېواد يې هيله لري، چې افغانستان د نړيوالې ټولنې پاملرنو ته ځوابونه ورکړي، ورخلاص او ټولشمول سیاسي‌ چوکاټ جوړ کړي، نرمې او ثابتې کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ پلې کړي، د  ترهګرۍ  پر وړاندې ټينګه مبارزه  وکړي، له بېلابېلو هېوادونو سره په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره ښه چلند وکړي او ژر تر ژره په نړيواله ټولنه کې شامل شي.  وانګ ون بين همدارنګه هيله ښودلې، چې د بېلابېلو خواوو پاملرنو ته د ځوابونو په ورکولو سره به د افغانستان حکومت رسميت ومنل شي.