د الاونروا وياند: د مالي مرستو د بندېدو نتيجه به ډېره سخته وي
CMG2024/02/03 14:23:57
شريکول:

په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او کار ادارې يا الأونروا (UNRWA)څو کارکوونکي په دې تورن شوي، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه  يې پر اسرائيل په برید کې برخه درلوده. له دې امله امریکا او يو شمېر اروپايي هېوادونو اعلان کړی، چې يادې ادارې ته يې مالي مرستې ځنډولي دي.

د الأونروا ویاند عدنان ابو حناس د فبرورۍ په لومړۍ سي جي ټي اېن ته ويلي، چې اداره يې په غزې کې له فلسطينيانو سره يوازينی نړيوال مرستندويه سازمان دی او د ۲ ميليونو او ۳۰۰ زرو فلسطينيانو ژوند ته يې د تامني لين او يو ميليونو فلسطينيانو ته د پناهګاه برابرولو مهمې دندې ترسره کوي.

نوموړي وويل، چې له غزې سره  يو شمېر هېوادونو د مالي مرستو ځنډول به ستر سياسي او بشري بحران رامنځته کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ادارې اوسنۍ پانګه يې يوازې د يوې مياشتې لپاره پاتې ده، که مالي مرستې نه وي، نو  پایله به يې ډېره سخته وي.