له لسګونو زرو خلکو څخه د سي جي ټي اېن د يوې تازه نظرپوښتنې د نتيجې له مخې، ٪ ۹۳.۸۸ پوښتل شوو خلکو د امریکا هغه کړنه غندلې، چې په نړۍ کې شخړې راپاروي او له جګړو څخه ګټې ترلاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۹ مه وویل، چې هېواد يې په ۲۰۲۳م مالي کال کې پر بهرنيو هېوادونو د ۲۳۸ ميليارډه امريکايي ډالرو په ارزښت وسلې پلورلي او دغه رقم يې په تاریخ کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۳م مالي کال کې پر پولنډ د راکټي توغنديو د توغولو هيمارس سيستم، پر جرمني يې اېمرام توغندي او پر اوکراين يې هوايي دفاعي سيستم پلورلي دي.
٪ ۹۲خلکو چې د سي جي ټي اېن د نظر پوښتنې ته ځوابونه ورکړي، څرګنده کړې، چې پر نورو هېوادونو د امريکا د وسلو پلور د سيمو د ناارامۍ او خراب وضعيت سبب شوی دی. دغه راز ٪ ۹۱.۹۸ خلک د امریکا کړنه د نړيوالې سولې او پرمختګ پر خلاف بولي.
دا چې امريکا د ۲۰۲۴م مالي کال د ملي دفاع لپاره ۸۸۶ مليارډه ډالره بودجه ټاکلې، ٪ ۸۸.۷۲ پوښتل شوو کسانو له دې امله اندېښنې ښودلې دي، دغه راز ٪ ۹۴.۸۱ خلکو پر نورو هېوادونو د امريکا د وسلو پلور د نورو هېوادونو د ګواښولو او کنټرولولو د مهمې الې په توګه کاروي.
ياده نظرپوښتنه په ټولنيزو رسنيو کې د سي جي ټي اېن پر انګليسي، هسپانوي، فرانسوي،عربي او روسي پاڼو خپره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۸۱۳ انټرنېټ کاروونکو ځوابونه ورکړي دي.