د چين د ترانسپورټ ادارې شمېرې ښيي، چې د روان کال د جنورۍ له ۲۶ مې څخه د فبرورۍ تر دوهمې پورې اوو ورځو کې په دغه هېواد کې له يو مليارډ ۳۵۰ میليونو زياتو خلکو سفرونه کړي دي.
په چين کې د هر کال د دوديز پسرلني اختر په شاوخوا ۴۰ ورځو کې ډېر خلک د دغه اختر د لمانځنې په پار ټاټوبو ته ستنيږي او يا نورو ځايونو ته د سېل لپاره سفرونه کوي، نو ځکه په دغه موده کې د خلکو د تګ راتګ ډېره لويه څپه رامنځته کيږي.
د روان کال د فبرورۍ لومړۍ د سږني پسرلني اختر په پار د خلکو د تګ راتګ د لويې څپې اوومه ورځ ده او په همدې ورځ په دغه هېواد کې د خلکو د تګ راتګ شمېر ۱۹۶ میليونه ۹۷۱ زره ځله ښودل شوی ، چې د سږنۍ څپې له پيل راهيسې تر ټولو زيات دی.
د سږني پسرلني اختر په پار د خلکو د تګ راتګ لويه څپه د جنورۍ په ۲۶ مه پيل شوې ده. د چين ترانسپورټ ادارې وړاندوينه کړې، چې د سږنۍ څپې په ۴۰ ورځو کې ښايي په دغه هېواد کې د خلکو د تګ راتګ عمومي شمېر ۹ ميليارډه ځلو ته ورسيږي او په تاريخ کې به نوی ريکارډ جوړ کړي.