پر سوريې د امريکايي ځواکونو هوايي بریدونه دوام لري
CMG2024/02/03 12:29:56
شريکول:

 د عراق د امنيتي ادارې سرچینو ويلي، چې د دغه هېواد د ميليشاوو پر ډلې د امريکايي ځواکونو د بريدونو له امله ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يادې سرچينې د فبرورۍد ۳ مې په شپه خبري رسنيو ته وويل، چې  امريکايي ځواکونو د عراق په انبار ولایت کې د ميليشاوو ډلې ((د خلکو هڅولو سازمان)) د عملياتو پر قوماندانۍ بريدونه کړي، چې له امله يې د دغه سازمان درې غړي او ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.

د سوريې ملي خبري اژانس خبر ورکړی، چې امريکايي ځوکونو په همدې ورځ د سوريې د ديرالزور‎ ولایت پر یو شمېر ځايونو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې په دغه ولایت کې برېښنا  پرې شوې ده.

د سوريې ملي تلويزيون خبر ورکړی، چې پر ديرالزور‎ ولایت د امريکايي ځواکونو د بريدونو له امله ۱۳ کسان وژل شوي دي.