د چين د ژورو فضايي اکتشافاتو لابراتوار د فبرورۍ په درېيمه نېټه خبر ورکړی، چې چين به د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د " تياندو ۱ " او " تياندو ۲ " په نوم د مخابراتي تکنالوژۍ ازمايښتي سپوږمکۍ وتوغوي او دوه سپوږمکۍ به د سپوږمۍ په مدار کې الوتنه وکړي او هلته به يې د نويو مخابراتي ټیکنالوژيو څېړنه وکړي.
د ژورو فضايي اکتشافاتو لابراتوار د چين د فضايي چارو ادارې، آن هوی ولايت، د چين د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون لخوا تاسیس شوی. دغه لابراتوار له ۱۴ نړيوالو علمي څېړنيزو بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي، چې په فضايي چارو کې يې د چين د ملګرو شمېر پراخول چټک کړي دي.
(ژباړه: شکريه)