په سلګونو اروپايي او امریکايي چارواکو پر غزې د اسرائیل د بمباریو پر ضد مخالفت څرګند کړ
CMG2024/02/04 12:57:35
شريکول:

د امريکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې څه د پاسه ۸۰۰ چارواکو د فبرورۍ په ۲مه نېټه يو ګډ پيغام خپور کړ او په غزې کې د اسرائيل له پوځي عملياتو د خپلو حکومتونو پر ملاتړ يې اعتراض وکړ.

دا لومړی ځل دی چې د اروپايي او امریکايي هېوادونو حکومتي چارواکي په دې چارې ښکاره نیوکه کوي.

د امريکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د يوه هغه کس له قوله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې یې له شلو کلونو راهیسې کار کړی او  د ياد پيغام د ليکلو او خپرولو په رأس کې دی، ویلي چې دا لیک د شاوخوا ۸۰۰ اوسنیو چارواکو له خوا تائید شوی، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۸۰ تنه د امریکايي حکومت له ادارو څخه دي او تر ټولو زیات شمېر يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه راځي.

نيويارک ټايمز د دې کسانو له قوله ويلي: " زموږ د حکومتونو اوسنۍ تګلارې په ټوله نړۍ کې د ازادۍ، عدالت او بشري حقونو څخه د دفاع اخلاقي موقف او وړتیا کمزورې کړې، د حکومتونو پالیسۍ ممکن د بشري حقونو له نړيوالو قوانينو څخه د جدي سرغړونو لامل وګرځي، حتی جنګي جرمونه وکړي او توکم وژنې رامنځته کړي. "

(ژباړه: شکريه)