امريکا او بريتانيا یو ځل بيا پر يمن بریدونه کړي
CMG2024/02/04 14:20:16
شريکول:

د امريکا د ملي دفاع وزير لويد اوستين په ځايي وخت د فبرورۍ په ۳مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د امريکا او بريتانيا ځواکونو په همدې ورځ د استرالیا، بحرين، کاناډا، ډنمارک، هالند او نوی زيلاند تر ملاتړ لاندې يو ځل بيا د يمن پر حوثي وسله والو بریدونه کړي. ده ويلي چې د يادو بريدونو له امله په سور سمندر کې پر بېړيو د حوثي وسله والو، چې د ایران تر ملاتړ لاندې دی، د برید توان کمزوری شوی.    

د يمن حوثي وسله والو په همدې ورځ د امريکايي او بريتانوي ځواکونو له بريدونو وروسته په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د اسرائيل ضد پوځي عمليات به تر هغه دوام ولري، څو پر غزې تړانګې د اسرائيل تېری بند شي.