د چين د واکمن کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د فبرورۍ په درېيمه د دغه هېواد د کليوالو سیمو د هراړخيزې سمسورتيا او د کرنې او کليوالو سيمو د عصري کولو د چټکولو په اړه ” لومړی نمبر“سند خپور کړ.
د چين مرکزي حکومت هرکال خپل لومړی خپور شوی سند د ” لومړی نمبر سند“په نوم يادوي او دغه سند له مسلسلو ۲۱ کلونو راهیسې هر کال د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو پر موضوعاتو تمرکز کوي.
په سږني سند کې یو شمېر مهمې دندې ټاکل شوې، چې په هېواد کې د غلودانو د خوندېتوب تامينول، بېوزلۍ وضعيت ته د کليوالو د بېرته ګرځولو مخه نیول، د کليوالو سیمو د صنايعو د پرمختګ، د کليو د ابادۍ او مديريت د سويې لوړول پکې شامل دي.
د دغه سند له مخې، چين به د چيني شکله عصري کېدو بهیر د چټکتیا لپاره د کرنې بنسټ ټينګ کړي او د کليوالو سیمو د هراړخیزو سمسورولو چارو ته به وده ورکړي.