د CGTN نظرپوښتنه: د نړۍ له٪ ۹۰ ډېر انټرنيټ کاروونکي امریکایي سیاستوال توم کوتون مغرور او جاهل بولي
CMG2024/02/04 12:58:59
شريکول:

د امريکا د سنا مجلس د قضايي کمېټې غړي توم کوتون (Tom Cotton) د جنورۍ په ۳۱مه نېټه په واشنګټن کې د يوې استماعیه غونډې په ترڅ کې په تکرار توګه د ټيک ټاک (TikTok) له اجرائيه مشر شوچو(Shou Chew) څخه پوښتنې کړې، چې ايا هغه د چين تابعيت لري او ايا د چين د کمونېست ګوند غړی و. د چين CGTN پدې اړه له انټرنيټ کاروونکو څخه نظرپوښتنه کړې او نتيجه يې ښیي، چې له٪ ۹۰ څخه زيات انټرنيټ کاروونکي په دې باور دي، چې د امريکا سنا مجلس ځينو غړو لخوا راپورته شوې پوښتنې د چين په وړاندې د دوی ناپوهي، غرور او تعصب څرګندوي او بالاخره به د چین او امریکا اړیکو ته زیان ورسوي.

د يادې نظرپوښتنې پايله ښيي، چې٪ ۸۶.۵ انټرنيټ کاروونکي پدې باور دي چې د توم کوتون خبرې خورا غیر مسلکي دي. دغه راز ٪۸۷.۷ انټرنيټ کاروونکي په دې باور دي چې د توم کوتون خبرو د امريکا د مقننه ادارې معقولیت او بې پرېتوب ته جدي زیان رسولی دی.

د CGTN دغه نظرپوښتنه په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو خپره شوې وه، چې په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۷۰۰۰ څخه زیاتو خلکو په رایه ورکولو کې برخه واخیسته او په دې اړه يې خپل نظرونه څرګند کړل.

(ژباړه: شکريه)