سوريې، عراق او ايران د امريکا هوايي بريدونه غندلي
CMG2024/02/04 14:26:46
شريکول:

امريکا پر ځايي وخت د فبرورۍ د ۳مې نېټې په سهار وختي په سوريه او عراق کې پر هغو و وسله والو چې د ايران له ملاتړه برخمن دي، هوايي بريدونه وکړل.

سوريې، عراق او ايران په همدې ورځ د امريکايي پوځ د دې اقدام غندنه وکړه او و يې ويل، چې د يادو هېوادونو ملي حاکميت يې تر پښو لاندې کړی  او سيمه ييز کړکيچ يې زيات کړی دی.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د امریکايي ځواکونو هوايي بريدونو بيا دا ثابته کړې، چې امريکا په نړۍ کې د بې ثباتۍ اصلي سرچينه ده او په منځني ختيځ کې ”په ډېر خطرناک ډول“ وضعيت خرابوي.

د عراق د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په دغه هېواد کې د امريکا شارژدافير احضار کړی او په دې اړه يې رسمي احتجاج وړاندې کړ. د عراق د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې عراق د لويو هېوادونو تر منځ د سيالۍ ډګر نه دی او د اړوندو خواوو د استخباراتو او د ځواک د ښودلو ځای هم نه دی.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د روانې مياشتې په ۳مه نېټه ويلي، چې دغه بريدنه د امريکا بل ماجراجويي تدبيرونه او ستراتيژيکه تېروتنه ده او دا به يوازې په سيمه کې کړکيچ زيات کړی.