د ملګرو ملتونو امنيت شورا به پر سوريې او عراق د امريکا د هوايي بريدونو په اړه بېړنۍ غونډه وکړي
CMG2024/02/04 14:25:52
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فبرورۍ په ۳مه نېټه اعلان وکړ، چې امنيت شورا به د روسيې په غوښتنې، پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۵مې نېټې په ماسپښين پر عراق او سوريې د امريکا د هوايي بريدونو په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټفانې ډوجاريک په همدې ورځ وويل، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس په منځني ختيځ کې د وضعيت د خرابېدو په اړه انديښنه لري. نوموړي له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه، چې عملي تدبيرونه ونيسي، کړکېچ کم کړي او په دغه سميه کې د پراخې شخړې پر احتمالي پايلو فکر وکړي.