جوزيف بوريل: د غزې بشري ناورين انسانانو جوړ کړی
CMG2024/02/05 10:52:32
شريکول:

د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو لوړپوړي استازي جوزيف بوريل د فبرورۍ په ۳مې نېټې د دې ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته په وينا کې وويل، چې د غزې بشري ناورين د انسانانو لخوا جوړ شوی دی.

 نوموړي ويلي، په غزې کې د جګړې له امله بشري حالات نور هم خراب شوي او لسګونه خلک د غزې جنوبي برخې ته کډوال شوي دي او په خبره يې، اسرائيلي ځواکونه لا هم پر غزې بريدونه کوي، چې له امله يې هلته حالات بيخي خراب شوي دي.

په دې وروسيتو کې ، په نږدې ختيځ کې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او کار ادارې پر څو کارکوونکو د فلسطين او اسرائيل ترمنځ په روانې شخړې کې د ګډون تور لګول شوی، چې له امله يې د امريکې او بريتانيي په ګډون ځينو هېوادونو له يادې ادارې سره مالي مرستې ځنډولې دي.

جوزيف بوريل د دغه تور په غبرګون کې د يادې ادارې رول بې بديله بللی او له کډوالو سره د مرستو په بهیر کې يې ښه رول لوبولی دی.