چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې څلورم تمرين ترسره کړ
CMG2024/02/05 10:15:46
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د فبرورۍ په ۴مې نېټې د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې څلورم  تمرين په برياليتوب تر سره کړی دی.

چين ميډيا ګروپ هر کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره ترسره کوي او پکې د کرنيز کال په وروستۍ شپه ټولو چينايانو ته د نوي کرنيز کال مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کوي.

چين ميډيا ګروپ دغه ننداره په لومړي ځل ۱۹۷۹م کال کې خپره کړه او له هغه وخت راهيسې يې هر کال په نوې بڼې جوړوي.