اردوغان مصر ته سفر کوي
CMG2024/02/05 15:37:59
شريکول:

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فدان د فبرورۍ په ۴مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر رجيب تايب اردوغان به د روانې مياشتې په ۱۴مې نېټې له مصر څخه لېدنه وکړي او خپل مصري سیال سره به په دوه اړخيزو او سیمه ييزو مسئلو خبرې وکړي.

مصر او ترکيې تېر کال د سفيرانو په کچه خپلمنځي ډيپلوماتکې اړيکې عادي کړي او دا له هغه وخت راهیسې مصر ته د اردوغان لومړی سفر دی.

هاکان فدان ويلي، ولسمشر رجيب تايب اردوغان او عبدافتاح السيسي به د سوداګرۍ، انرژۍ او امنيت په شمول د خپلمنځي اړيکو او سيمه ييزو مسئلو په اړه خبري وکړي.

نوموړي د ترکيې او مصر د اړيکو عادي کول د مصر د ټکنالوژۍ لپاره مهمې بللي او په خبره يې، دواړه هېوادونه موافقې ته رسېدلي، چې ترکيه به مصر ته بې پيلوټه الوتکې او نور تخنيکونه ورکړي.