د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کميټې مسؤل د فبرورۍ په ۵مې نېټې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې د هېواد د سوداګرۍ چاپېريال کې څرګند ښه والی راغلی او د پام وړ ښې پايلې لري.
چین د نړيوال کېدو د سويې د لوړولو لپاره په ازادو سوداګريزو ازمايښتي سیمو کې د ښه والي داسې ستراتيژۍ پلي کړې، چې په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې له نړيوالو لوړ معيارونو او اصولو سره سمون لري.
د چین د ګوانګ دونګ ولایت په هنګ چین ښارګوټي کې د ګوانګ دونګ او مکاو همکاريزې سيمې د لازیاتو بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د چين د ګمرکاتو ادارې هم د سوداګرۍ چاپېریال ښه کړی او ګمرکي اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
ياده خبري غونډه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر له لوري رابلل شوې وه.