د عراق سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې
CMG2024/02/05 11:17:36
شريکول:

امريکايي ځواکونو د فبرورۍ له ۲مې څخه د ۳مې نېټې تر سهار پورې په عراق کې پر یو شمېر هدفونو هوايي بريدونه کړي دي.

د عراق سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو په بېلا بېلو اعلاميو کې له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې او ان ځينو ميليشايي ډلو يې ګواښ کړی، چې دوی به د امریکايي ځواکونو پر وړاندې اقدام وکړي.

د عراق د پارلمان لومړى مرستيال او سرپرست رئيس محسن المندلاوي د روانې مياشتې په ۴مې نېټې د دغه هېواد په انبار ولايت کې د امريکايي ځواکونو بمبار شوي ځای ته تللی و او هلته يې هر څه له نږدې کتلي دي.

نوموړي هملته رسنيو ته ويلي، چې پارلمان به ډېر ژر اړوند پرېکړه لیکونه پلي کړي او له دغه هېواده به د ټولو بهرنیو پوځونو د وتلو غوښتنه وکړي.

په همدې ورځ، د عراق د صدراعظم مرستيال او بهرنيو چارو وزير فعاد حسین په بغداد کې د اروپايي ټولنې، کاناډا، برازيل او استراليا له سفيرانو سره د کتنې پر مهال ويلي، چې پر عراق د امريکايي ځواکونو بريدونو کې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

نوموړي ويلي، چې عراق باید د نورو هېوادونو د جنګ ډګر ونه ګرځي او نه باید کوم هېوادونه دلته خپل زور او ځواک وازمويي او نه هم معلومات تبادله کړي.