نن به په چين کې ۱۲ ميليونه او ۴۰۰ زره مسافر په اورګاډو کې تګ راتګ وکړي
CMG2024/02/05 10:37:46
شريکول:

د چين رېل پټلۍ شرکت يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې تېره ورځ يا د فبرورۍ په ۴مې نېټې په دغه هېواد کې ۱۲ ميليونو او ۲۶۷ زرو مسافرو تګ راتګ کړی او نن (۵مه نېټه) به هم په اورګاډو کې د مسافرینو د تګ راتګ څپه روانه وي او ۱۳۵۷ نور اورګاډي به د خلکو د تګ راتګ د اسانتيا لپاره کار پېل کړي.

شمېرې ښيي، چې نن به ۱۲ ميليونه او ۴۰۰ زره مسافر په اورګاډو کې تګ راتګ وکړي.

په چين کې ګڼ شمېر خلک د دوديز پسرلني اختر په شاوخوا ۴۰ ورځو کې خپلو ټاټوبو ته ستنيږي او سيلانيزو ځايونو ته په چکر ځي، چې په ترڅ کې يې ټرافيک ډېر بوخت او د مسافرو ډېره ګڼه ګوڼه وي.

د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر په پار د مسافرو د  تګ راتګ څپه د جنورۍ په ۲۶مې نېټې پيل شوې ده.

د چين ټرانسپورټ وزارت وړاندوينه کړې، چې چينايان ښايي د سږني پسرلني اختر په شاوخوا ۴۰ ورځو کې په هېواد کې دننه  شاوخوا ۹ ميليارډه ځلې تګ راتګ وکړي او نوی ريکارډ به جوړ کړي.