خبري رسنۍ: د اسرائيل او حماس ترمنځ مذاکرات له خنډونو سره مخ دي
CMG2024/02/05 11:12:20
شريکول:

په دې وروستيو کې، د اسرائيل او حماس ترمنځ د خبرو اترو د نوي پرمختګ په هکله راپورنه ورکول کيږي، خو ځينو رسنيو د فبرورۍ د څلورمې نېټې په شپه د يادو خبرو د ټکنېدو راپورونه ورکړي دي.

عربيا ټلويزيون خبر ورکړی، چې حماس د بنديانو د تبادلې په هکله له اسرائيل سره د تړون لاسليکول رد کړي، خو له اسرائیل څخه يې غوښته کړې، چې ټول فلسطيني بنديان خوشي کړي.

فلسطين او اسرائيل رسنيو ته د بنديانو د تبادلې په اړه په ډاګه څه نه دي ويلي، خو خبري رسنيو د ځينو سرچېنو په قول ويلي، چې اسرائيلي چارواکو منځګړي لوري ته د زیاتو فلسطيني بنديانو له خوشي کولو انکار کړی دی.