په چين کې به خلک د پسرلني اختر په شاوخوا ۴۰ ورځو کې ۹ ميليارډه ځلې تګ راتګ وکړي
CMG2024/02/05 16:32:23
شريکول:

د ۲۰۲۴م ميلادي کال د فبرورۍ ۱۰مه نېټه د چين د نوي کرنيز کال لومړۍ ورځ يا پسرلنی اختر وي.

ګڼ شمېر چينايان د هر کال د پسرلني اختر د لمانځنې په پار خپلو ټاټوبو ته ستنيږي او سيلانيزو ځايونو ته په چکر ځي.

د سږني پسرلني اختر په پار د خلکو د تګ راتګ لويه څپه د تېرې جنورۍ له ۲۶مې نېټې څخه پيل شوې، چې پوره ۴۰ ورځې به دوام ولري او وړاندوينه دا ده، چې خلک به په دغو ورځو کې  ۹ ميليارډه ځلې تګ راتګ وکړي.

په دغه شمېر کې به ۸۰ سلنه خلک په موټرونو کې تګ راتګ ولري او په الوتکو کې به شاوخوا ۸۰ ميليونه خلک سفرونه وکړي.

په سږني ژمي کې د چين سيلانيزو چارو ډېر پرمخګ موندلی او مخ په ښه کېدو روانې دي.

 د پسرلني اختر په رخصتۍ کې سيلانيزو سيمو ته د خلکو د تګ د سپارښتنو شمېر هم ډېر زيات شوی دی.