بېجینګ ۵۰ بهرنيو کارپوهانو ته د حکومت دوستۍ جايزې ورکړې او مراسم يې د فبرورۍ په څلورمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د چين د دولتي شورا غړې چن ايچين هم ګډون کړی و او بهرنيو کارپوهانو ته يې جايزې ورکړې.
نوموړې ويلي، چين به د رئيس شي جين پینګ مهمې لارښوونې پلې کړي، د مستعدو کسانو لپاره به مثبته، پرانيستې او اغېزناکه تګلاره غوره کړي او په هېواد کې به د بهرنيو کارپوهانو د ژوند او کار لپاره به لازياتې اسانتياوې برابرې کړي.
چن ايچين د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې د بهرنيو مستعدو کسانو د ګډون هرکلی کړی دی.