د اردن پاچا د عربي متحده امارات له ولسمشر سره وکتل
CMG2024/02/06 10:46:34
شريکول:

د اردن پاچا عبدالله دوهم بن حسین د فبرورۍ په ۵مې نېټې د دې هېواد په پلازمینې عمان کې د عربي متحده امارات له ولسمشر محمد بن زايد ال نهيان سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو او د سیمې د حالاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

 دواړو لورو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په غزې کې د بشپړ اوربند او د ملکي وګړو د ساتنې او د پوره او دوامدارو بشري مرستو د ور رسولو په پار هڅې وکړي.

 دواړو مشرانو د فلسطينيانو له مشروع حقوقو يو ځل بیا بشپړ ملاتړ ښودلی او د فلسطين او اسرائيل د شخړې او تاوتريخوالي د پای رسېدو لپاره يې د دوو دولتونو لايحې په چوکاټ کې د سياسي بهير پيل يې ډېر اړين بللی دی.