د چين کمونېست ګوند د فبرورۍ په ۴ مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د نوې زمانې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسیاليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې د ښوونيز کمپاين غونډه ترسره کړې او د دې کمپاين لاسته راوړنو او تجربو ته يې بيا کتنه کړې ده.
د غونډې ګډونوالو باور ښودلی، چې د ښوونيز کمپاين له لارې ګوندي غړي ښه روزل شوي او په کارونو کې يې پوره ښه والی راغلی دی.
دوی هيله ښودلې، چې ګوندي غړي د دې تعليمي کمپاين ښې لاسته راوړنې د کار خوځنده ځواک وګرځوي او د هېواد د ابادۍ او د ملت د بيا سمسورتيا لپاره نوي خدمتونه وکړي.