د قزاقستان ولسمشر د حکومت استعفا ومنله
CMG2024/02/06 15:14:19
شريکول:

د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر قاسیم جومارت توکایف د فبرورۍ په ۵مې نېټې د حکومت استعفا منلې او د سرپرست حکومت په اړه يې يو حکم هم لاسليک کړی دی.

خبر وايي، دغه حکم به ۵ ورځې وروسته نافذ شي، چې له مخې به یې د قزاقستان د حکومت لومړی مرستیال صدراعظم رومان سکلیار د دغه هېواد د لنډمهالي صدراعظم په توګه دنده پېل کړي او د کابېني غړي به یې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې دندو ته دوام ورکړي.