چين: اړوندې خواوې دې د کوریا ټاپووزمې سوله او ثبات وساتي
CMG2024/02/06 10:51:28
شريکول:

په دې وروستيو کې د کوريا ټاپووزمې وضعيت خړپړ شوی او د کوريا جمهوريت او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ‌ مقابله نوره هم سخته شوې ده. ډيموکراتيکې کوریا د کوريا جمهوريت پر وړاندې پاليسي بدله کړې او ويلي يې دي، چې په راتلونکي کې به دواړه هېوادونه يو ملت نه، بلکې دوښمنان به  وي او هیڅ به یو مټ نه شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۵مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي چې چین تل د کوریا جمهوریت او دیموکراتیکې کوریا د اړیکو له ښه والۍ ملاتړ کوي.

 نوموړي هيله  ښودلې، چې ياد دواړه هېوادونه خپلمنځي اړيکې ښې کړي او په ګډه د ټاپووزمې سوله او ثبات وساتي.