د چين ۳۱ ولايتونو د تېر ۲۰۲۳م کال د اقتصادي لاسته راوړنو راپورونه خپاره کړي
CMG2024/02/06 16:28:58
شريکول:

د چین ۳۱ ولايتونو په دې وروستيو کې د تېر ۲۰۲۳م کال د اقتصادي لاسته راوړنو راپورونه خپاره کړي او د نوي کال لپاره يې د پرمختګ موخې اعلان کړې دي.

ګوانګ دونګ ولايت د چین لومړی ولایت دی، چې جي ډي پي (GDP) يې له ۱۳ ټريليونو يوانو څخه اوښتې او د اقتصاد عمومي اندازې يې له تېرو مسلسلو ۳۵ کلونو راهيسې په هېواد کې لومړی ځای نيولی دی.

جيانګ سو ولايت بیا د بهرنيو پانګو د استعمال په برخه کې لومړی ځای خپل کړی دی.

د زياترو ولايتونو د جي ډي پي زیاتوالی له ۴ سلنې څخه تر ۶ سلنې پورې رسیدلی دی.

د شانګهای ښار لخوا استعمال شوې بهرنۍ پانګې ۲۴ میليارډو ډالرو ته رسېدلې او د پولي تجارت عمومي اندازه یې ۱۵ سلنه زياته شوې ده.