د شي جين پينګ کتاب « چيني شکله عصري کېدل» په دې وروستيو کې په انګلیسي او انګليسي ـ چیني چاپ شوی دی.
دغه کتاب د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي تاريخ او ارشیف څېړنيز انسټيټیوټ له خوا په انګلیسي ترجمه شوی او د سي سي ټي پي خپرندويي ټولنې لخوا چاپ شوی دی.
په دغه کتاب کې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د چیني شکله عصري کېدو په اړه یو لړ هغه مهمې ویناوې لیکل شوي، چې د ۲۰۱۲م کال له نومبر څخه د ۲۰۲۳م کال تر اکتوبر پورې يې په بېلا بېلو ځايونو او غونډو کې کړې دي.
دغه کتاب به په چین او بهرنیو هېوادونو کې له لوستونکو سره مرسته وکړي، چې د چيني شکله د عصري کېدو سیسټم او عمل په اړه هر اړخيز مالومات ترلاسه کړي.