امریکايي ځواکونو د فبرورۍ په ۳مې نېټې په سوریې او عراق کې پر ځينو سیمو بریدونه کړي او ګڼو خلکو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
سوریې او عراق د امريکايي ځواکونو دغه بريدونه پر خپل حاکميت څرګند تیری بللی دی.
واشنګټن ويلي، دغه بريدونه يې په اردن کې پر امریکايي سرتیریو د شوي برید په غبرګون کې کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د فبرورۍ په ۵مې نېټې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې د نورو هېوادونو پر خاورې او حاکمیت هر ډول تيري سره ټينګ مخالفت کوي.
د عراق د صدراعظم دفتر په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د يادو بريدونو له امله ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي، چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي.