اسرائيلي ځواکونو په غزې کې شاوخوا ۲۷ زره ۴ سوه کسان وژلي
CMG2024/02/06 10:57:12
شريکول:

د غزې روغتيا ادارې د فبرورۍ په ۵مې نېټې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د فلسطين او اسرائيل په روانې شخړې کې ۲۷۴۷۸ فلسطينيان وژل شوي او ۶۶۸۳۵ کسان نور ټپيان شوي دي.

يادې ادارې ويلي، اسرائيلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې ۱۳ بریدونه کړي،  چې له امله یې ۱۱۳ تنه وژل شوي او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.

د اسرائيل دفاع وزير يواو ګالانت تېره ورځ رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو يې د حماس د وسله والو نیمايي برخه له منځه وړې ده.