په چين کې د ګلونو ګرم بازار
CMG2024/02/06 14:44:34
شريکول:

د ۲۰۲۴م ميلادي کال د فرورۍ ۱۰مه نېټه د چین د نوي کرنيز کال له لومړۍ ورځې يا پسرلني اختر سره برابره ده. 

چينايان د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره رنګا رنګ ګلونه او توکي اخلي او کور او کاري ځای کې خوشحاله فضا جوړوي.

اوس په چين د ګلانو بازار ډېر ګرم دی، چې نه يوازې په کور دننه، بلکې نړۍ ته يې هم سوداګریز فرصت برابر کړی دی.

 د ګلانو سوداګرو د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر له نيمايي راهيسې، د شانګهای پو دونګ هوايي ډګر له لارې شاوخوا ۱۵۰ ټنه ګلونه وارد کړي، چې عمومي ارزښت يې ۱۵ ميليونه يوانه ښودل شوی دی.