د چین دولتي شورا د فساد ضد مبارزې بیا ټينګار کړی
CMG2024/02/06 10:43:48
شريکول:

د چین دولتي شورا د فبرورۍ په ۵مې نېټې د سپیڅلۍ او پاکې حکومتوالۍ دوهمه کاري غونډه ترسره کړې ده.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو دایمي غړي او د دغه هېواد صدراعظم لي چیانګ يادې غونډې ته په خبرو کې پر دې ټینګار کړی، چې ګوند او حکومت باید په نوې زمانې کې د رئیس شي جين پينګ د نظریو په رڼا کې د چیني ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم لارښوونې جدي اداره کړي، د سپیڅلې حکومتوالۍ جوړونه او د فساد ضد مبارزه بايد پرمخ بوځي او د چیني شکله عصري کېدو په جریان کې باید د هېواد د ابادۍ او ملي سمسورتيا لپاره کلک بنسټ کېږدي.