د چین د هوايي ځواکونو د الوت نمایشي ډلې د سعودي عربستان نړیوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ
CMG2024/02/06 10:41:43
شريکول:

د سعودي عربستان د دفاعي چارو دوهم نړیوال نندارتون د فبرورۍ په ۴مې نېټې په پلازمېنې ریاض کې پرانیستل شو، چې د همدې مياشتې تر ۸مې نېټې پورې به دوام ولري.

په دغه نندارتون کې د چین د دفاعي چارو پلاوي او د چین د هوايي ځواکونو د (با يي) الوت نمایشي ډلې هم ګډون کړی دی.

د سعودي عربستان د نظامي صنعت د لویې ادارې مشر احمد اوحاري ياد نندارتون د خپل هېواد د ۲۰۳۰م کال د پرمختګ موخې ته د رسېدو لپاره ګټور ياد کړی او ويلي يې دي، چې دا به د بېلا بېلو هېوادونو د دفاعي او امنیتي چارو د کارپوهانو او تولیدونکو  لپاره د تبادلې ډګر برابر کړي او نړیوالې همکارۍ به په خوځښت راولي.

په یاد نندارتون د ۷۵ هېوادونو څه باندې ۷۷۰ پلاوي او تصدۍ برخه لري، چې په دې جملې کې د چین ۷۳ تصدۍ هم شاملې دي.