د چين او امریکا د اقتصاد کاري ډلو د فبرورۍ په ۶ مه په بېجينګ کې خپلمنځي درېيمه ناسته ترسره کړه.
دواړو کاري ډلو په دغه ناسته کې د چين او امريکا د اقتصادي وضعيت او تګلارو، د شلو هېوادونو ډلې د مالي همکاريو، د پرمختيايي هېوادونو د پورونو او صنعتي تګلارو په ګډون د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او د نظريو تبادلې وکړې.
چيني ډلې امريکايي استازو ته د امريکا لخوا پر چيني توليداتو د ګمرکي تعرفې د زیاتېدو، د دواړو هېوادونو پر متقابلو پانګونو د محدوديتونو د وضع کېدو او پر چيني تصديو د بنديزونو له امله شکايتونه څرګند کړي دي.
دواړو خواوو هوکړه وکړه چې خپلمنځي اړيکو ته به دوام ورکړي.