انټونیو ګوټرېش په ويډيويي پيغام کې چيني ملت ته د پسرلني اختر په پار مبارکي ويلي
CMG2024/02/07 15:37:39
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د فبرورۍ په ۶مې نېټې د چين د پسرلني اختر په مناسبت ويډيويي پيغام خپور کړی او چيني ملت ته يې د کرنیزې جنترۍ د ښامار کال په مناسبت د زړه له کومي مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

نوموړي ښامار د خوځنده ځواک، حکمت، محافظت او نیکمرغۍ نښه بللې او ويلي یې دي، چې انسانان بايد يادې ځانګړتياوې خپلې کړي او د اوسنیو نړیوالو ننګونو پر وړاندې باید ټينګه مبارزه وکړي.

ګوټرېش ويلي، د چین کرنیز نوی کال په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د جشنونو او اخترونو په لېست کې ټاکل شوی او له چین څخه يې مننه کړې، چې له ملګرو ملتونو، د نړۍ د څو اړخيزم او پرمختګ له چارو څخه يې ټينګ ملاتړ کړی دی.  

ګوټرېش د ويډيو په پای کې ټولو چینایانو ته د ښې روغتیا، خوښۍ او سوکالۍ هیله ښودلې ده.