د چين ـ امريکا سوداګريزې ټولنې د یوې تازه سروې راپور خپور کړی، چې له مخې یې، ۵۰٪ امریکایي تصديو چین په نړۍ کې د پانګونې لومړی تمځای بللی او په درېیو غوره ځایونو کې يې راوستلی دی.
یاده سروې د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر څخه تر نومبر پورې ترسره شوې، چې د چين ـ امريکې د تجارتي ټولنې غړيو پکې ګډون کړی و او په ټوليزه توګه پکې ۳۴۳ امريکايي تصدیو برخه اخيستې وه.
یاد راپور ښیي، چې د سروې ډېرې ګډونوالې تصدۍ په پام کې لري، چې په چین کې خپله پانګه وساتي او ۷۷٪ ګډونوالو تصدیو بیا ویلي، چې دوی اوسمهال د توکو تولید یا پیرودل له چین څخه د ایستلو پلان نلري.