د چين او برازيل د فضايي چارو د همکارۍ ناسته د فبرورۍ په ۵ مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه، چې پکې د چين د حکومت د دوستۍ جايزې ګټونکي او د برازیل د فضايي چارو ادارې پخواني رئيس هاسي هېمندو هم ګډون کړی و.
هاسي هېمندو يادې ناستې ته په خبرو کې هيله ښودلې، چې برازیل او چين د فضايي چارو په برخه کې زیاتې همکارۍ وکړي.
د ځمکنۍ کرې د سرچېنې اکتشافي سپوږمکۍ د ملکي معلوماتو د ليږدولو لپاره کارول کېږي او له هغو لرې کنټرولېدونکو سپوږمکيو څخه دي، چې چين ورته له اوله د نورو سپوږمکيو په پرتله ډېره پاملرنه او پرمختګ ورکوي.
چين او برازیل په ۱۹۸۸م کال کې د دغه ډول سپوږمکيو د جوړولو همکارۍ پيل کړي او په عمده توګه يې د کرنې، ځنګلونو او اوبو سرچېنو په مديريت، د ځمکې د څارنې، د ښارونو د پلانونو، د چاپېريال او طبيعي پېښو د نظارت په برخو کې کارولې دي.
دواړو هېوادونو تراوسه په ګډې همکارۍ ۶ سپوږمکۍ جوړې کړې دي.
د برازيل د فضايي چارو ادارې پخواني رئیس هاسي هېمندو په همدې ورځ خبريالانو ته ویلي، چې هغه به په راتلونکو څه باندې ۱۰ ورځو کې له چيني علمي څېړونکو سره د فضايي چارو او همکاريو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.