شي جين پينګ د ناميبيا نوي ولسمشر نانګولو مبومبا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/02/07 16:02:11
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۷مې نېټې نانګولو مبومبا ته د ناميبيا د ولسمشر د ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چين او ناميبيا ژوره دوديزه دوستي او په بېلا بېلو برخو کې ګټورې همکارۍ لري او د يو بل د اصلي ګټو او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه له يو بل څخه ملاتړ کوي.

شي جين پينګ ويلي، چې هغه د چين او نميبيا د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او له ولسمشر نانګولو مبومبا سره به يو ځای د چين او نميبيا د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د نوي پرمختګ او د نړيوال عدالت او د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتنې لپاره کوښښونه وکړي.

شي جين پينګ د فبرورۍ په ۵مې نېټې رئيس نايب بوکيل ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی. نوموړي په پيغام کې نایب بوکيل ته د ال سلواډور د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلي ده.