چين په جنوبي قطبي سيمې کې پنځم علمي څېړنيز مرکز پرانيست
CMG2024/02/07 15:39:41
شريکول:

په جنوبي قطبي سیمې کې د چين (چينلينګ) علمي څېړنيز مرکز د فبرورۍ په اوومې نېټې پرانيستل شو او د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پینګ په يوه پيغام کې د دغه مرکز کارکوونکو ته د همدې په پار مبارکي ويلې ده.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د چين علمي کارکوونکو له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې په پياوړي عزم او نه ستومانه کېدونکو هڅو ډېر پرمختګونه کړي دي او په وينا يې، په جنوبي قطبي سيمې کې د چينلينګ مرکز جوړېدل به چيني او نړيوالو ساينسپوهانو ته د طبعيت د اکتشاف او څېړنې لپاره ټينګ تضمين برابر کړي.

شي جين پینګ هيله ښودلې، چې چيني علمي کارکوونکي له نړيوالې ټولنې سره ګډو همکاريو ته دوام ورکړي، د قطبي سيمو د پېژندلو، ساتلو او کارولو لپاره زیات کارونه وکړي او ټولو انسانانو ته زياتې ګټې ورسوي.

چينلينګ علمي څېړنيز مرکز د جنوبي قطبي سيمې د روس سمندر په انيګسپرېسيبل ټاپو کې جوړ شوی او دا په دغې سيمې کې د چين پنځم علمي څېړنيز مرکز دی.