د چين نوې کلمه: نوی تولیدي توان
CMG2024/02/07 14:58:13
شريکول:

په دې وروستيو کې د چين يوه کلمه يانې «نوی توليدي توان» ډېر مروج شوی دی. د تېر کال په سپتمبر کې د چين د دولت رئيس شي جين بينګ د هېواد له شمال ختیځ څخه د ليدنې په ترڅ کې په لومړي ځل دغه کلمه ياده کړې چې همدا د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. په وروستيو کې هغه هم د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو د ډله ييزو زده کړو په غونډه کې په ځانګړي ډول د نوي توليدي توان په هکله توضيحات ورکړي دي. نو نوی توليدي توان مانا څه ده؟

د نوي توليدي توان مفهوم درې ماناوې لري: لومړی يې تولیدي توان دی چې د انسانانو له خوا د طبيعت د بدلولو توان هم دی او اصلاحات يې په تاريخ کې د څو ځلو سترو صنعتي انقلابونو سبب شوي و. دويمه مانا يې دا ده چې اقتصادي پرمختګ د ټيټې کچې صنايعو پر توليد او صادراتو تکيه نه کوي بلکې د نوښت او د عصري تخنيکونو د پرمختګونو له لارې باید وموندل شي. درېیمه مانا يې همداسې ده چې نوی توليدي توان عصري تخنيکونو او په نورو برخو کې باکيفيته پرمختګ ته ډېر پام اړوي. د اقتصادپوهانو په اند نوی توليدي توان د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د مفکورې ښکارندويي کوي او په نوې زمانه کې د هېواد د اقتصاد د سالم او باکيفيته پرمختګ او د ستراتيژيکو سمسورو صنايعو او راتلونکو چارو د پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره علمي تيوري او عملي لارښود برابروي.

څنګه نوی توليدي توان پياوړی کړو؟

د نوي توليدي توان د پياوړتيا کليدي برخه دا ده چې عمده محرک ځواک يې مهم تخنيکي نوښت دی او د نوښت په اړه لاسته راوړنې پر وخت د اړوندو صنايعو او چارو د پرمختګ لپاره استعمالېږي. رئيس شي جين پينګ د دې په پار اړوند کارونه همداسې ترتيب کړي دي:

لومړی دې عنعنوي چارې او صنايع لا ښه کړو. د بېلګې په توګه د چين په ځينو عنعنوي توليدي فابريکو کې تولیدي چارې په ډيجيټلي او مصنوعي ځيرکتيا لرونکو لارو چارو له کارکوونکو پرته روانې دي.

نويو سمسورو چارو ته دې پرمختګ ورکړو. د نوې انرژۍ، نويو توکو، پرمختللو توليدي چارو او الکترونیکو معلوماتو په شمول نوې سمسورې چارې د اقتصادي پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره د ملا تير رول لوبوي. د بېلګې په توګه برقي موټر او ليتيوم او لمريزې بيټرۍ د چين د بهرنۍ سوداګرۍ درې نوي توليدات بلل کېږي او همداسې نوې سمسورې چارې هم دي چې پکې له کارکوونکو پرته عصري تخنيکونه ډېر استعمالېږي.

راتلونکو چارو ته دې پرمختګ ور کړل شي . راتلونکې چارې چې تحرک ځواک يې مخکښ او عصري تخنيکونه دي، اوس لاهم د پيلېدو په لومړي پړاو کې دي، خو سمسورې چارې يې هم دي چې ستراتيژيک او لارښوونکی رول لوبوي او پکې نا څرګند عوامل شامل دي.  د چين حکومتي څانګې د انسانانو په څېر د ربوټونو،کوانټم کمپيوټر او 6G انټرنېټي تجهيزاتو د پرمختګ، د انساني دماغ او کمپيوټر ترمنځ د نظريو تبادلې، د سپوږمۍ او مريخ د اکتشاف کولو لپاره ډېرې هڅې کوي او د نمونوي توليداتو د توليدولو له لارې يې د نوي تخنيکونو صنعتي کېدو ته پرمختګ ورکړی دی.

استعداد لرونکي کسان دې وروزو. د نوي توليدي توان پياوړتيا د استعداد لرونکو کسانو  له روزلو سره تړاو لري چې نوې پوهنې او مهارتونه به يې خپل کړي.

نو نوی توليدي توان به پر نړۍ څه اغېزه وکړي؟

د نوي توليدي توان پرمخبېول به د نړيوالو همکاريو له لارې د نامعلومو ستونزو پر حل ستره اغېزه وکړي. لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ ويلي و، که انسانان غواړي چې په ګډه سره پرمختيایي ستونزې حل کړي، تر بل هر وخت نړيوالو همکاريو او د معلوماتو شريکولو ته اړتيا لري. هېڅ هېواد نه شي کولی چې د نوښت خپلواک مرکز وګرځي او يا يوازې ځان د نوښت په اړه لاسته راوړونکی وساتي. چين دې د نوښت لپاره پرانيستې فضا برابره کړي چې په نړۍ کې به د سيالۍ توان ولري، څو د نوي توليدي توان د پرمختګ له لارې لازياتې نړيوالې همکارۍ پرمخبوزي.