د ملګرو ملتونو ۷۸مې اسمبلۍ په تېر ډسمبر کې د يوه پرېکړه لیک د تصویبېدو له مخې، د چین پسرلنی اختر د دغه سازمان لپاره رخصتي ټاکلې ده.
د ملګرو ملتونو د غلودانو او کرنیزو چارو سازمان او په ویانا کې د دغه سازمان د مقر په شمول ځینو نړیوالو ارګانونو په لومړي ځل د چین نوی کرنیز کال يا پسرلنی اختر لمانځلی دی.
په يادې لمانځنې کې د بېلا بېلو هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماتانو ګډون کړی و او د جیاو ځه په نوم د ځانګړو چیني خواړو جوړولو، د فو کلیمې لیکلو او د کاغذکچۍ په شمول د پسرلني اختر په پار یو لړ دودونه يې له نږدې وکتل او پکې یې ګډون کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د فبرورۍ په ۶مې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د چین پسرلنی اختر د سولې، هوساينې او نیکمرغۍ په فضا کې لمانځل کيږي او په نړۍ کې یې پراخ منل کېدل له مختلفو تمدنونو سره د چیني تمدن د پیوستون ښکارندويي کوي.