د چين د غلو دانو او مالونو زېرمې ادارې د فبرورۍ په ۶ مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد د غلو دانو شرکتونو د ۲۰۲۳م کال په مني کې له ۱۴۰ ميليونو ټنو زیات حاصلات ترلاسه کړي دي.
په يادو حاصلاتو کې د وريجو، جوارو او سويابينو اندازه تر ټولو ډېره ښودل شوې او د دغه هېواد د جنوبی سيمو وريجې تر ټولو مخکې بازار ته وړاندې شوي او ورپسې جوار او بیا د شمال ختيځ وريجې، جوار او سويابين بازار ته وړاندې شوي دي.
د چين د دوديز پسرلني اختر د را رسېدو په درشل کې په دغه هېواد کې د بزګرانو د غلو دانو د پلور او د تصديو لخوا يې د پېر اندازه ډېره لوړه شوې ده.