مصر په غزه کې د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو پر کليدي رول ټينګار وکړ
CMG2024/02/07 14:38:17
شريکول:

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د فبرورۍ په ۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي په همدې ورځ په پلازمينې قاهرې کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره کتلي او په غزه کې د شخړې د پای ته رسولو او له فلسطينيانو سره د بشري مرستو د برابرولو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

عبدالفتاح السيسي په غزې کې د بشري مرستو د برابرولو په اړه د مصر، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو پر کوښښونو ټينګار کړی او په نږدې ختيځ کې يې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او کار ادارې کليدي رول ستایلی دی.

انټوني بلينکن ويلي، امريکا له مصر سره د خپلمنځي ستراتيژيکي دوستي اړيکې پالي او د سيمه ييزې سولې او ثبات په برخه کې يې د رول ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي، امريکا به په غزه کې د شخړې د پراخېدو د مخنيوي لپاره له مصر سره په ګډې همغږۍ کار وکړي.