اولزاس بيکټينوف د قزاقستان لومړی وزير وټاکل شو
CMG2024/02/07 10:54:34
شريکول:

د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر قاسیم جومارت توکايف د فبرورۍ په ۶مې نېټې په يو فرمان کې اولزاس بيکټينوف د هېواد د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی دی.

د قزاقستان پارلمان د روانې مياشتې په ۶مې نېټې عمومي غونډې کې ولزاس بيکټينوف ته رایه ورکړې او ولسمشر توکايف منظوري ورکړې او د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه يې ټاکلی دی.

د قزاقستان د اساسي قانون له مخې، نوی لومړی وزير بايد له ټاکل کېدو وروسته په لسو ورځو کې ولسمشر ته د نوي حکومت د جوړېدو پلان وړاندې کړي.