سویډن د نورډ سټريم د طبيعي ګازو نلليکې د ويجاړېدو په اړه اعلامیه خپروي
CMG2024/02/07 11:06:10
شريکول:

د سویډن لویې څارنوالۍ د فبرورۍ په ۶مې نېټې ويلي، چې په ۷مې نېټې به د نورډ سټريم  د طبيعي ګازو نلليکې د ويجاړېدو د پېښې د څېړنو په تړاو اعلامیه خپره کړي.

الماني رسنيو خبر ورکړی، د سويډن څارنوالان ښايي ډېر ژر د دغې پېښې د چاودنې په اړه د څېړنو پایله اعلان کړي.

د سویډن د لويې څارنوالۍ دفتر ويلي،  په هغې اعلامیې کې، چې تمه ده په ۷مې نېټې به خپره شي، د پېښې د څېړنو پای ته رسولو، دعوا مخته وړلو او د شکمنو کسانو د نيولو غوښتنې شاملې دي.

سویډن تر اوسه د نورډ سټريم د طبيعي ګازو نلليکې د ويجاړېدو په تړاو چا ته ګوته نه ده نېولې.

روسیې په وار وار د دغې چاودنې په اړه د ګډې څېړنې غوښتنه کړې، خو لوېديځو هېوادونو يې غوښتنه رد کړې ده.