د چین د پسرلني‌ اختر د لمانځنې ګرم بازار
CMG2024/02/07 15:21:26
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ ۱۰مه نېټه به د چین د نوي کرنيز کال لومړۍ ورځ يا پسرلنی اختر وي.

چينايان د هر کال د پسرلني اختر د لمانځنې په پار بېلابېل توکي لکه شيريني ، شعري بيتونه، د نيکمرغۍ انځورونه، نوې جامې، اختريزې ډالۍ او ورته نور شيان چمتو کوي او د کورنۍ له غړو او خپلوانو سره يو ځای اختر لمانځي.

په چين کې ټولنې او اقتصاد پرمختګ کړی او خلک يې نه یوازې په بازارونو کې، بلکې د انټرنېټ له لارې هم توکي‌ اخيستلی شي.

وړاندوينه دا ده، چې‌ د ۲۰۲۴م کال په پسرلني اختر کې مصرفي اندازه به تر ۲۰۱۹م کال مخکې يعنې د کرونا وبا تر پېښېدو مخکې د همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ولري.